ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس اسلامي غورځنګ: زموږ مبارزه به د اشغال تر ختمېدو دوام وکړي

حماس اسلامي غورځنګ د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي سټیو ویټکاف هغه څرګندونې رد کړې، چې ګواکې د خبرو اترو پر مهال یې د وسلې اېښودو ته چمتووالی ښودلی دی.

حماس په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د اشغال پر وړاندې مبارزه او د وسلې پورته کول یې ملي او قانوني حق دی او د صهیونیستي رژیم د اشغال تر ختېمدو پورې به دوام کوي.

یاد غورځنګ ټینګار کړی، پر دغه حق تر هغه وخته سترګې نشي پټېدای، تر څو چې د فلسطینیانو ملي حقونه، په ځانګړي ډول د بیت‌المقدس په مرکزیت د خپلواک حاکمیت حق تامین نه‌ شي.

سټیو ویټکاف په تل‌ابیب کې د بندي اسرائیلیانو له کورنیو سره په لیدنه کې ویلي وو، چې حماس د وسلو اېښودلو ته چمتووالی ښودلی.

خو حماس د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا څرګندونې رد کړې او د اشغال پر وړاندې مبارزه او د وسلې پورته کول یې خپل ملي او قانوني حق ګڼلی دی.

د منځني ختیځ لپاره د ډونالډ ټرمپ استازي له دې یوه ورځ وړاندې په غزه کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ (جي اچ اف) له مرکز څخه لیدنه کړې وه.

حماس غزې ته د ویټکاف سفر غندلی و او ویلي یې وو، دا سفر د کلابندې تړانګې د وضعیت په تړاو، چې لوږه او قحطي په چټکۍ پکې خپرېږي، د عمومي فکرونو د اړولو هڅه ده.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د غزې د بشري بنسټ په مرکزونو کې له مې میاشتې راهیسې مرستو ته په تمه له یو زر او ۳۰۰ ډېر فلسطینیان شهیدان شوي.

د غزې جنجالي بشري بنسټ د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ په مې میاشت کې فعالیت پيل کړی، چې د ملګرو ملتونو په شمول یې ګڼ سازمانونه او بنسټونه کار بڼه غندي او له بشري اصولو سرغړونه یې ګڼي.