د امر بالمعروف او نهی عن المنکر سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي په تخار کې یوې سترې ولسي غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، هڅه کوو چې د فرائضو اقامې او د محرماتو ازالې ته توجه وکړو په سنتو او مستحباتو خلکو سره شدت و نه کړو.
نوموړي ویلي، په تېر کې مو مسولیت د سیمو ترلاسه کول او هېواد ته خپلواکي وربښل و، خو اوس مو مسولیت دروند دی، چې هغه د اسلامي احکامو تطبیق او ولسونو ته د امنیت ترڅنګ د ژوند سهولیت برابرول دي.
شیخ محمد خالد زیاته کړې، په شرالقرون کې د خیرالقرون نظام قايمول اسانه نه ده بلکې دا د علماء، قومي مخورو، متنفذینو او مسولینو شریکې هڅې غواړي، نو راځئ په شریکه د دې لپاره کار وکړو.
ښاغلي حنفي دغه راز زیاته کړې، د هر چا نیوکه، نظر او مشوره په ورین تندي منو، هر څوک کولای شی مونږ ته زمونږ کمبودي را په ګوته کړئ.

