ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي مطیع‌الحق خالص د قوش‌تیپې کانال چاپېریالي وضعیت د ارزونې په موخه بلخ ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د قوش‌تیپې کانال له سربند څخه د لیدنې ترڅنک د دې سترې ملي پروژې د چاپېریالي وضعیت ارزونه کړې ده.

د دې لیدنې پر مهال، نوموړي د کانال د چاپېریالي اغېزو، د اوبو مدیریت، د خاورې تخریب مخنیوي، د طبیعي شنو ساحو د ساتنې او د ځنګلونو د پراختیا په اړه پر اړینو اقداماتو ټینګار کړی دی.

ښاغلي خالص د قوش‌تیپې کانال پروژه د افغانستان د اقتصاد د احیا او د کرنیزو ځمکو د پراختیا لپاره یو حیاتي فرصت بللی او څرګنده کړې یې ده، چې دا پروژه به د هېواد د اوبو د مؤثر مدیریت، د کروندګرو د عوایدو د لوړولو او د وچکالۍ د ستونزو د کمولو لپاره یو ستر بدیل وي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قوش‌تیپې کانال تطبیق به د اقلیم بدلون سره د مبارزې په برخه کې هم مهم رول ولوبوي، ځکه د کرنیزو ځمکو پراخېدل، د شنو ساحو زیاتوالی، او د طبیعي منابعو مدیریت د چاپېریال د پایښت لپاره بنسټیز اقدامات دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ویلي، چې یاده اداره به د قوش‌تیپې کانال د پرمختیایي بهیر له نږدې څارنه کوي او د چاپېریال ساتنې اصولو رعایت ته به ځانګړې پاملرنه کوي، ترڅو دا پروژه د ملي معیارونو او نړیوالو چاپېریالي اصولو پر بنسټ په بریالیتوب سره بشپړه شي.