د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال هرات ولایت کې د یو شمېر سیاحتي، زیارتي، درماني او انلاین خدمتونو د شرکتونو له مسوولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې مولوي قدرت الله جمال ویلي، چې ډېر ژر به د سیاحتي شرکتونو جوازونه په نویو معیاري برېښنايي بڼو ووېشل شي او شرکتونه به وکولی شي، چې له یوه جواز سره به څو څانګې پرانیزي.
نوموړي زیاته کړې، د هېواد په پولو او هوایي میدانونو کې به ځانګړی ډیټابیس جوړ شي، چې دا پروګرام د ګرځندویانو د سفرونو د اسانتیا او د هغوی د امنیت د تامین په موخه تطبیقیږي.
بل لور ته د سیاحتي شرکتونو مسولینو د اوسنیو ننګونو تر څنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نوې تګلارې هرکلی کړی او د پوره همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.
دوې ویلي، د جوازونو د معیاري او ډیجیټل کولو لپاره د وزارت نوې طرحه یو مهم ګام دی، چې هم روڼتیا رامنځته کوي او هم شرکتونه پیاوړي کوي، له دې بهیر څخه ملاتړ کوو او هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.

