د ایران په پلازمينه تهران کې د افغانستان سفارت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت فرهنګي اتشې عزت الله اصف د ایران د فرهنګي میراثونو، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزارت له سلاکار او نړیوالو چارو له ریيس ډاکټر حجت الله ایوبي سره په کلتوري چارو او د ګرځندوی برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه لیدنه کړې.
ډاکټر حجت الله ایوبي ویلي، چې کلتور او کلتوري چارې پولې نه پېژني او دوی د دواړو ملتونو ترمنځ د ګډو همکاریو د فرصتونو په لټه کې دي.
نوموړي زیاته کړې، د کلتوري فعالیتونو لپاره پراخ امکانات شته او د دغو چارو اسانه کول، د دوی له لومړيتوبونو څخه دي.
بلخوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري اتشې هم خپل پروګرامونه بیان کړي او څرګنده کړې یې ده، چې دغه پروګرامونه دواړو هېوادونو ته د اړيکو پراخولو او همکاريو لپاره ډېر مهم او ستراتیژیک ارزښت لري.

