ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یو زر او ۵۰۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې اته زره او ۵۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۳۱۱ کورنیو سره ټولې لس میلیونه او ۲۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۲۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۱۶۲ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۱۹ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۲۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۴ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۲۰ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۲۹ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۸۹۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۴۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۲۵۴ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۵۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸۵ تنه و، کندهار، زابل، لوګر او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۴۱۴ زره او ۷۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۷ کورنیو سره ټولې۴۰۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۴۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۴۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۱۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۴۹ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۲۴ زره او ۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۸ کورنیو سره ټولې۴۷۰ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۱۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

هلمند

بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د بهرامچې له لارې دوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

د هلمند له بهرامچې څخه ۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ تنه و، دیشو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

کابل

مرکز

د ټراسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۳۱۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۰۴ تنه و،پکتیکا، خوست، دایکندی، پروان، لغمان، کاپيسا، پنجشیر، بغلان، کندوز، تخار، بلخ او سرپل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۰یو میلیون، ۲۸ زره او ۴۱۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۸۴۹ کورنۍ او لس زره او ۲۲۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۶۵۵ کورنۍ او دوه زره او ۴۵ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او ۶۳۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۴۱۴ عدده