د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېلي ټرانسپورټي شبکې د همغږي کولو، د دوه اړخيزه همکاريو د پراختيا، د انتقالاتو د زياتوالي او سوداګرو ته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې اړوند د پینځه ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت يو تړون لاسليک شو.
ټولګټو وزارت وایي، چې یاد تړون د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د ترکمنستان هېواد د ديميريول ګورلوشيک سهامي شرکت رییس سردار قربانوف او د ياد هېواد د سفير خواجه عوضوف ترمنځ لاسليک شو.
د دې تړون د پروژې په متن کې، د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ په مسير کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو ګودامونو او تاسيساتو ډيزاين، جوړول او فعالول شامل دي. چې د ياد مسير په وچ بندر کې پلي کيږي.
په ياده پروژه د ترکمنستان هېواد له لوري پانګونه کيږي، چې د افغانستان په خاوره کې به د افغانستان د قوانينو او د ترکمنستان په خاوره کې به د ترکمنستان د قوانينو له مخې عملي کېږي او تر بشپړېدو او ګټې اخيستنې ته تر سپارل کېدو وروسته به د پروژې مجموعي قيمت د همدې تاسيساتو له عوايدو څخه ترکمنستاني شرکت ته ورکول کيږي.
د يادونې وړ ده، چې له دغو پروژو د افغانستان اسلامي امارت موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري رېلي بندرونو په څېر دافغانستان رېلي بندرونه په معيارونو سمبالول او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، ترڅو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته، ملي سوداګر راجذب او رېلي انتقالات زیات شي.

