ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېره میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۱ سلنه ټیټوالی راغلی



‌د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې له‌مخې یې د روان کال په چنګاښ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۰.۱ سلنه ټیټوالی راغلی دی.

یاده اداره وايي، چې دا ټیټوالی ۸.۴ سلنه د بېلابېلو وچو او تازه مېوو او ۴.۴ سلنه د بېلابېلو سبزیو په بیو کې دی.

دغه‌راز د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۰.۴ سلنه ټیټوالی ښکاري چې ۳.۳ سلنه د جامو او البسې شاخص او ۱.۹ سلنه یې د کور سامان شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.

‌د روان کال په چنګاښ میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۰.۳ سلنه ټیټوالی ښيي، چې د پړسوپ دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (د بېلابېلو مېوو او سبزیو) او غیرخوراکي توکو (د جامو او البسې شاخص او کور سامان شاخص) د بیو د ټیټوالی له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۴.۶ سلنه زیاتوالی ښکاري.

بل خوا د روان کال په چنګاښ میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۶۹.۷ افغانۍ او په غبرګولي میاشت کې ۶۹.۸ افغانۍ و، چې د غبرګولي میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۰.۱ سلنه لوړوالی راغلی دی.

که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱.۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.