کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم “صدر”، د یوه لوړ پوړي امنیتي پلاوي په مشرۍ غور ته سفر وکړ او هلته یې له ملکي او نظامي مسولینو سره لیدنه وکړه.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د غور والي مولوي حیاتالله مبارک، امنیه قومندان مل پاسوال ملا نوراقا حیدر او یو شمېر نورو ملکي او نظامي مسوولینو شتون درلود.
د غور والي د امنیتي چارو ستر مرستیال او مل پلاوي هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې په دغه ولایت کې د امنیتي ادارو ترمنځ ښه همغږي شتون لري، امنیتي ګواښ نه محسوسېږي او د خلکو او دولت ترمنځ اړیکې د ورورولۍ پر بنسټ ولاړې دي.
ښاغلي صدر د یاد ولایت د مسوولینو له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټول دولتي بنسټونه باید په اخلاص سره خلکو ته د خدمت، امنیت ټینګښت او د اسلامي شریعت د پلي کېدو لپاره کار وکړي.
نوموړي له چارواکو وغوښتل چې ولسوالیو ته سفرونه وکړي، د خلکو ستونزې له نږدې وڅېړي او د حل لپاره یې اقدام وکړي.
په پای کې د امنیتي چارو ستر مرستیال ټینګار وکړ، چې د امنیې قوماندانۍ مشرتابه باید پر خپلو قطعاتو او جزوتامونو دوامدار څارنه ولري او د هغوی اړتیاوو ته اړینه پاملرنه وکړي.

