ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی صدراعظم عثماني په کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر سره لیدنه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، په کابل کې د اندونیزیا هېواد شارژدافیر نندا ایوالیست سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او اندونیزیا تر منځ د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

مولوي صدراعظم عثماني د اسلامي امارت له لوري د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه، د امنیت ټینګښت، د بنسټیزو پروژو پلي کول، د بزګرانو او مالدارانو ملاتړ، او د ملي خپلواکۍ او وحدت د ساتنې په برخه کې پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي، موږ د ټولګټو پروګرامونو پلي کولو ته ژمن یو. لکه څنګه چې تاسو خبر یاست، د اسلامي امارت د رهبرۍ له لوري د یوه فرمان په اساس، د افغانستان په کچه د نشه‌يي توکو کرکیلې ته د پای ټکی کېښودل شوی او خلکو هم پر هغه عمل کړی.

ښاغلي عثماني زیاته کړې، چې له بده مرغه، نړیوالې ټولنې  تر اوسه د بزګرانو، مالدارانو او د نشه‌يي توکو د بدیل لپاره د ملاتړ کوم موثر ګام نه دی پورته کړی.

نوموړي ویلي، پخوا میلیونونه کسان یا په نشو اخته ول یا یې د نشه‌يي توکو د قاچاق او پروسس برخه کې لاس درلود، خو اوس دا ستونزه ختمه شوې ده او موږ له نړیوالې ټولنې تمه لرو، چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د هېواد د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د افغانستان د تازه او وچو مېوو د کیفیت په اړه خبرې کړي او له اندونیزیایي شارژدافیر څخه یې غوښتي، چې د دې محصولاتو د صادراتو لپاره اندونیزیا ته زمینه برابره کړي او ټینګار یې کړی، چې د خپل هېواد پانګوال دې د پانګونې لپاره افغانستان ته وهڅوي، ځکه اوس په هېواد کې د اقتصادي او سوداګریزو فعالیتونو لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي دي.

ورته مهال  ښاغلي نندا ایوالیست د اسلامي امارت له ژمنتیا څخه په بېلابېلو برخو کې مننه کړې او د افغان بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په اړه یې د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار کړی دی.

نوموړي ویلي: «موږ به د افغانستان د کرنې وزارت پیغام د اندونیزیا دولت، ولس او پانګوالو ته ورسوو او د افغانستان د تازه او وچو مېوو د صادراتو په برخ کې د اسانتیا رامنځته کولو په پار به هڅې وکړو».