ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له څلور میاشتني کورس څخه ٢٤ تنه منسوبین فارغ شول

ملي دفاع وزارت وایي، چې د دې وزارت اړوند د ساحوي قطعاتو او جزوتامونو څخه ٢٤ تنه منسوبین د پرمختللې شبکې د څلور میاشتني کورس تر بشپړولو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د مخابرې او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس مولوي صلاح دین”خویدم” د یاد ریاست مرستیال ملا محب الله”محب” او ګڼ شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی وو.

 مولوي صلاح الدین “خویدم” په خپلو خبرو کې فارغانو ته وویل: نظام ته وفادار پاتې شئ، ولس ته په خدمت، کار او مسوولیت کې ريښتوني اوسئ او کوم څه مو چې زده کړي له هغو څخه باید په سمه توګه ګټه واخلئ.

نوموړي زياته کړه، موږ باور لرو چې زموږ ملي اسلامي اردو په قوي عقيدي سره سمبال ده، چې د الهي نصرت او قوي ارادې په درلودلو سره به د خپل هېواد او نظام څخه په کلکه دفاع وکړي.

همداراز مراسم فارغانو ته د بري لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.