ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقا او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، کاپيسا کې د ملت اتحاد، د اسلامي نظام بقا او د ولسونو د هوساينې غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې د ياد وزارت استازو، ولايتي مسوولينو، ولسوالانو، قومي مشرانو، متنفذينو او ګڼو ولسي خلکو شتون درلود.

ملا نورالله نوري ویلي، موږ ته خپل ولسونه ځکه ارزښت لري، چې دوی د جهاد سرلاري دي او تر پرونه له اشغالګرو سره په جهاد بوخت وو.

نوموړي دا ولسونه هغه غیرتي مسلمانان ياد کړي، چې د نړۍ خلک يې په مسلماني او مېړانه افتخار کوي.

ښاغلي نوري ویلي، اوسنی امنیت، استقلال او حریت، د الله جل جلاله د مقدس دین برکت دی.

دغه‌راز نوموړي دا خپله دنده بللې، چې د ولسونو ترمنځ بدبيني او نفاق له منځه يوسي.

قومي مخورو د تېر ۲۰ کلن اشغال پرمهال د خپلو قربانيو او سرښندنو يادونه کړې او ویلي یې دي، دا نظام د ډېرو سختو مبارزو لاسته راوړنه ده او ساتنه يې د هر وګړي ملي مسوليت دی.

 دوی همدا راز د اسلامي نظام ترچتر لاندې ژوند یو افتخار بللی او د ناوړه او ناسمو دودونو په هکله یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د راغلي فرمان هرکلی کړی دی.

 د ناستې په وروستیو کې د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ ریيس شيخ نيک محمد افغاني هم خبرې کړي او ویلي یې دي، د افغانستان اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپل فرمان کې ولس ته هغه موارد ذکر کړي، چې خلک یې له امله په ستونزو کې دي.

 نوموړي زياته کړې ولس دې هڅه وکړي، چې ياد فرمان عملي کړي ترڅو له بې ځایه لګښتونو او ناسمو رواجونو خلاص شي.