ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې مرستو ته په تمه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي

په غزه کې د سختې لوږې او پراخه قحطۍ د ناورین د خپرېدو تر څنګ، اسرائیلي یرغلګرو د مرستو په تمه پر راټولو شویو فلسطینیانو برید کړی، چې لږ تر لږه ۷۱ کسان پکې شهیدان شوي دي.

د دې تر څنګ روغتیايي سرچینو الجزیرې ته ویلي، چې په غزه کې ۷ نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، پرون چهارشنبه اسرائیلي یرغلګرو داسې مهال لږ تر لږه ۵۱ فلسطینیان شهیدان او له ۶۴۸ ډېر نور ټپیان کړي، چې د غزې په شمال کې د بشري مرستو د لاریو لوري ته روان وو. ۲۰ نور بیا د غزې په سویل خان یونس کې د مرستو په تمه په نښه او شهیدان شوي دي.

د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بشري بنسټ په مرکزونو کې تر دې مهاله له زرو زیات مرستو ته په تمه فلسطینیان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو داسې مهال پر مرسته اخیستونکو فلسطینیانو بریدونه زیات کړي، چې نړیوالو بنسټونو او بشري سازمانونو په غزه کې د سختې لوږې او قحطۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.

د غزې روغتیا وزارت ویلي، د ۸۹ ماشومانو په شمول ۱۵۴ فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی دی.