د احصایې او معلوماتو ملي ادارې لوی رییس عبدالقاهر حاجي ادریس او مل پلاوي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) له مشر ډاکټر تاجالدین اویلا او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې افغانستان کې د عاید او لګښت سروې د ترسره کولو په لارو چارو او همدارنګه د زېږونونو د ثبت سیسټم جوړولو او پراختیا په اړه خبرې شوې دي.
عبدالقاهر حاجي ادریس ویلي، چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره په هېواد کې د کره ارقامو د راټولولو، توحید او تحلیل په برخه کې د ملي او معتبر ارګان په توګه خپل رسالت ته ژمنه ده.
نوموړي زیاته کړې، چې یاده اداره د ارقامو د علمي ثبت، د احصاییوي فعالیتونو د انسجام، جغرافیايي معلوماتو او د نفوسو د احوال ثبتولو په برخو کې د معتبرې ملي مرجع په توګه فعالیت کوي او هره ورځ په ټول هېواد کې په پراخه توګه هېوادوالو ته عامه خدمتونو وړاندې کوي.

