ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي قدرت ‌الله جمال بادغیس ته سفر کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت ‌الله جمال د يوه پلاوي په مشرۍ بادغیس ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولايت له والي حافظ امين ‌جان عمري او د اطلاعاتو او کلتور له ریيس مولوي مطیع ‌الله متقي سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې مولوي قدرت ‌الله جمال د اسلامي نظام د موخو تحقق لپاره د اطلاعاتو او کلتور د کارکوونکو رول مهم بللی او دوی ته یې په بېلابېلو برخو کې اړینې سپارښتنې کړې دي.

همدارنګه نوموړي د فرهنګي ودې او د اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه پر اغېزناکو هڅو ټينګار کړی دی.

د بادغیس د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولوي مطیع‌ الله متقي ویلي، دا ریاست تل د خلکو او اسلامي نظام په چوپړ کې پاتې شوی دی، هڅه مو کړې، چې د خپلو کاري صلاحیتونو په چوکاټ کې د ټولنې په ټولو برخو کې بنسټیز فعالیتونه ترسره کړو، خلکو ته خدمت او د اسلامي ارزښتونو پياوړتیا زموږ اساسي لومړیتوب دی.

دغه‌راز د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال د بادغیس ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو برخو څخه هم ليدنه کړې ده.