د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د قرغیزستان له سفیر تورداکن سیدیکوف سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د اسلامي امارت د پلاوي په ګډون، د قرغیزستان او نورو هېوادونو له چارواکو سره په دوه اړخیزو خبرو او د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې برخو کې د هوکړو پر لاسلیک خبرې شوې دي.
دغه راز د ګډو کاري ګروپونو په جوړېدو، د ترانزیټ برخه کې په لا ډېرې همکارۍ، د دوه اړخیزو او سیمهییزو هېوادونو له اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې او د افغانستان قزغیزستان او تاجیکستان ترمنځ د درې اړخیزې هوکړې پر لاسلیک هم خبرې شوې دي.
همدارنګه کابل کې د قرغیزستان سفیر ویلي، د دې هېواد د سوداګرۍ او اقتصاد وزارت له افغانستان سره ګډ کار ته لېواله دی.

