د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیعالحق خالص د قرغیزستان له سفیر ښاغلي تورداکون سیدیکوف سره لیدنه کړې.
ښاغلی خالص لومړی د قرغیزستان سفیر او پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یاد هېواد له حکومت څخه مننه کړې، چې د واورین پړانګ په تړاو جوړ شوي کنفرانس ته یې د افغان حکومت پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړې وه.
په دې لیدنه کې همداراز دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، د چاپېریال ساتنې په برخه کې ، تجاربو د تبادلې، تخنیکي مرستو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
مولوي مطیعالحق خالص د افغانستان د طبیعي سرچینو او اقلیم ساتنې اهمیت ته اشاره کړې او د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.
نوموړي ویلي، د افغانستان چاپېریالي ننګونې یوازې د ملي هڅو له لارې نه شي حل کېدای، بلکې سیمهییزې همغږۍ او د هېوادونو ترمنځ ګډو همکاریو او اقداماتو ته اړتیا لري.
د قرغیزستان سفیر سیدیکوف هم د افغانستان د چاپېریال ساتنې په برخه کې د یاد هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چمتو دي چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، روزنیزو پروګرامونو او تخنیکي ملاتړ په برخو کې مرسته وکړي.
په پای کې همدارنګه دواړو لوریو د اړیکو پر پراختیا، د تجربو شریکولو او د چاپېریال ساتنې په برخه کې د مشترکو هڅو پر زیاتوالي ټینګار کړی دی.

