په قطر کې د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د یاد هېواد د الجزیرې شبکې د عربي څانګې له مشر احمد الیافعي سره لیدنه کړې.
قطر کې د اسلامي امارت سفارت وايي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فرهنګي همکاریو، د خبریالانو د روزنې او د رسنیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
ښاغلي شاهین د افغانستان د مثبتو بدلونونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو، د نړیوال پوښښ په برخه کې د الجزیرې همکاري مهمه بللې ده.
دغه راز ښاغلي الیافعي د افغانستان روان وضعیت مثبت ارزولی او د رسنیزې همکارۍ په برخه کې یې چمتووالی ښودلی دی.

