ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

تېر کال له څه باندې ۴.۶ میلیونه کسانو سره په بېلابېلو برخو کې بشري مرستې شوې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

د یادې ټولنې مسولینو د خپلو لاسته‌راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې له څه باندې ۴.۶ میلیونه کسانو سره د خوراکي او غیرې خوراکي توکو د وېش، نغدي مساعدت، روغتیایي خدماتو، سرپناه او څښاک پاکو اوبو د تامین په برخه کې بشرپاله مرستې کړې دي.

له دې جملې د هېواد په بېلابېلو پنډغالو کې له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي څه باندې ۳۳۵ زره هېوادوال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له خدمتونو برخمن شوي دي.

د مسولینو په خبره، د طبیعي او غیرې طبیعي پېښو له امله ۵۱۱ زره او ۳۵۳ زیانمنو او اړمنو کسانو ته خوراکي او غیرې خوراکي او نغدي مرستې برابرې شوې، چې د ورکړل شويو نغدي مرستو ټولیز ارزښت څه باندې ۳۶۹ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د دې تر څنګ د هرات په ګلران ولسوالۍ کې ۲۸۸ زلزله ځپلو کورنیو ته د څه باندې ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د استوګنې کورونه جوړ شوي دي.

همدارنګه په اتو حمایتي مرکزونو کې ۳۶ زره او ۹۶۲ یتیمانو، کونډو، معلولینو، بې ‌سرپرستو او اړمنو کورنیو ته د مالي ملاتړ تر څنګ د اعاشې او حرفوي زده‌‌کړو په برخه کې خدمتونه وړاندې شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسولینو زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې ۳ میلیونه، ۸۰۳ زره او ۹۷۷ کسانو د دې بنسټ له روغتیایي خدمتونو څخه ګټه پورته کړې ده. دغه راز دوه زره او دوه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندل شوي دي.

د دې تر څنګ د رواني ناروغیو د درملنې په ۶ مرکزونو کې ۲ زره او ۳۸۳ رواني ناروغانو ته مراقبتي او د درملنې خدمتونه وړاندې شوي، چې له جملې یې ۲۸۸ کسان بېرته عادي ژوند ته ستانه شوي دي.