ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۴ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۷ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې یو زر او ۴۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳ زره او ۳۵۱ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یو زر او ۲۹۷ کورنیو سره ټولې نهه میلیونه او ۹۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۳۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۷۳ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۴۸ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۴۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۳ تنه و، هرات، هلمند او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۱۷۸ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۲۶ کورنیو سره ټولې  دوه میلیونه او ۷۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوی:

روغتیا: په ورېښمو لار کې یو زر او ۲۱۱ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۳۴۷ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۵۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۲۲کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، کابل، کندهار، زابل او غزني ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۲۴ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۲ کورنیو سره ټولې ۴۲۶ افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۲۶۷ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۳۹ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۵۴ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۸۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۲ تنه و، ننګرهار، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۲۰۹ زره  او۴۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۰ کورنیو سره ټولې ۲۵۸ زره افغانۍ  مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۹۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې ۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵ کورنیو سره ټولې  ۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۲۲۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.   

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               یو زر او ۹۱۴ کورنۍ او ۱۵ زره او ۶۰۱ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۱۰۶ کورنۍ او ۵۵۳ وګړي

مرسته شوي کډوال:             یو زر او۷۱۰ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۵۸۱ عدده