ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ خوست کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې په اوومه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

غونډې ته له اجنډا سره سم په خوست ولایت کې د ښاروالۍ پر ځمکه د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د بحث لپاره وړاندې شوه.

 له هراړخیزې ارزونې وروسته یاده طرحه د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.

 د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړولو لپاره ۲۳۵ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي، چې سلګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره کړي.

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډې ته په بغلان ولایت کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او په کابل/ لوګر کې د کرنیز کمپلکس (سړې خونې، پروسس او بسته بندۍ مرکز) جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوې.

 د یادو طرحو د هراړخیزې ارزونې په موخه کمېټې وټاکل شوې، څو په ټاکلي وخت خپل راپورونه د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.