ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۶۰ زه واوښت

الجزیرې د غزې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې پر غزه تړانګه د صهیونیستي رژیم په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ زره او ۳۴ فلسطینیان شهیدان شوي. سربېره پر دې ۱۴۵ زره او ۸۷۰ نور فلسطینیان ټپیان هم دي.

د روغتیايي سرچینو له قوله، صهیونیستي یرغلګرو یوازې پرون سې‌شنبه تر مازیګره ۸۳ فسطینیان شهیدان کړي، چې ۳۳ یې د مرستو په هڅه کې په نښه شوي.

که څه هم چې اسرائیلي عسکرو د بشري مرستو په موخه په یو شمېر سیمو کې په ورځني ډول د ۱۰ ساعتونو لپاره د پوځي عملیاتو د درلو اعلان کړی و، خو بیا هم په همدې سیمو کې فلسطینیان په نښه کولو او د مرګ‌ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

پرون سې‌شنبه د فلسطیني شهیدانو شمېر له ۶۰ زره اوښتی، حال دا چې په غزه کې پرله‌پسې د سختې لوږې او قحطۍ خبرداری ورکړل شوی دی.

په غزه کې د جولای له لومړیو خوارځواکي په چټکۍ سره خپره شوې او د دې میاشتې له نیمايي څخه تر اپریله له ۲۰ زره ډېر ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله بستر شوي دي. په دې کې درې زره له سختې او شدیدې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان وو.

د اسرائیلي یرغلګرو د نسل‌وژنې جګړې او کلابندۍ له امله په غزه کې سخت بشري ناورین او کړاو رامنځته شوی او قحطي لا پسې خپرېږي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي رژیم له لوري د تحمیل شوې قحطۍ او لوږې له امله تر دې مهاله د ۸۸ ماشومانو په شمول ۱۴۷ فلسطینیانو ژوند بایللی.