ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېتانیا لومړی وزیر: که اسرائیل په غزه کې جګړه ونه دروي، برېتانیا به فلسطین په رسمیت وپېژني

د برېتانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر خپلې کابینې ته ویلي، که اسرائیل په غزه کې د «وحشتناک وضعیت» د پای ته رسولو لپاره رغنده ګامونه پورته نه کړي، اوربند ته ونه رسېږي او د سولې پروسې ته ژمنتیا ونه ښيي، برېتانیا به په سپټمبر میاشت کې فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپېژني.

د الجزیرې د راپور له مخې، سټارمر دغه پرېکړه، له خپلې کابینې سره په غزه کې د سولې لپاره د اروپا پر وړاندیز شوې طرحه له خبرو وروسته کړې ده.

نوموړي د وزیرانو د اوړي رخصتۍ هم ځنډولې تر څو د اروپا پر طرحه او غزې ته د بشري مرستو د زیاتولو د پلانونو په تړاو بحث او خبرې وکړي. ملګرو ملتونو لا له وړاندې په غزه کې د قحطۍ د ګواښ خبرداری ورکړی دی.

له دې وړاندې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون هم اعلان کړی و، چې د سپټمبر په میاشت کې به د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.