ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې بیاځلې فعالیت پیل کړ

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص، افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې له مسولینو سره لیدنه کړې.

د پیوستون کمېټې مسولینو په دې کتنه کې ویلي، چې له دوه کلن ځنډ وروسته یې افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او د بېرته راستنېدو په برخه کې یې د اسلامي امارت له مسولینو مننه کړې ده.

 دوی زیاته کړې، چې د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټه غواړي په هېواد کې د اقلیم بدلون او اړوند پالیسیو د چمتو کولو په برخه کې خپل فعالیتونه له سره پیل کړي.

یادو مسوولینو د اقلیم د بدلون د غړو هېوادونو په کنفرانس «COP-30» کې د افغانستان د استازو ګډون ته په اشارې، غوښتنه کړې، چې د چاپېریال ساتنې ملي اداره دې په دغه مهم کنفرانس کې ګډون وکړي.

له بلې خوا، مولوي مطیع‌الحق خالص د دې ادارې د فعالیتونو له بیا پیل څخه خوښي ښودلې او ویلي یې دي:«د چاپېریال ساتنې ملي اداره په ملي کچه د پالیسۍ جوړونې یوه اداره ده، چې د چاپېریال ساتنې او اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په برخه کې د ټولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو پر فعالیتونو څارنه کوي، تر څو دغه فعالیتونه د ملي پالیسۍ او اسنادو سره سم پلي شي.»

 دغه‌راز نوموړي د یادې کمېټې او د نورو بنسټونو د ملاتړ ډاډ ورکړی او له دې کمېټې څخه یې د چاپېریال ساتنې د پروژو د پلي کولو، له وچکالۍ سره د مبارزې، د کډوالو ملاتړ، د ځنګلونو بیا احیا، د اوبو او د هوا سرچینو مدیریت او نورو اړوندو برخو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

د لیدنې په پای کې، ښاغلی خالص د یوې ګډې کمیټې د جوړېدو یادونه کړې، څو د ملي لومړیتوبونو او اړوندو اسنادو او پالیسۍ له مخې د همکاریو مشخصې ساحې وټاکي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان لپاره د پیوستون کمېټې مسوولینو هم د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له ملاتړ څخه مننه او قدرداني کړې دی.