د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، چې د ملي او نړیوالو موسسو استازو د (افغانستان کانسا) د بیا فعالېدو په اړه د دې ادارې له عمومي رییس مولوي مطیع الحق خالص سره د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ملي او نړیوالو موسسو او یوناما استازو ګډون کړی وو.
مولوي مطیع الحق خالص ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او په خپلو خبرو کې یې وویل، چې د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو په تړاو څنګه کولی شو چې په ګډه قدمونه واخلو، دغسې غونډې لکه کانسا په سیمهییزه او نړیواله کچه ګټورې واقع کېدای شي او هیله مند یم چې زموږ ننۍ غونډه کلیدي رول ولوبوي.
ورپسې په هندوستان کې د کانسا مسوول په انلاین بڼه د کانسا د فعالیتونو په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، موږ کولی شو چې د کانسا پلټفارم له لارې د اقلیمي بدلون اړوندو موضوعاتو په تړاو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر نړیوالو ورسوو.
د غونډې په لړ کې د (د افغانستان کانسا) مسوول انجنیر عزت الله صدیقي د کانسا د پېژندنې په اړه معلوماتي پرزنټېشن وړاندې کړ او ویې ویل، چې کانسا د اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په تړاو یوه نړیواله شبکه ده، چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عدل او انصاف غوښتل او د اقلیمي بدلون اړوند فعالیتونه ترسره کوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په استازیتوب اغلې چریټي واټسن خبرې وکړې او په نړیواله کچه یې د چاپېریالي مسایلو په تړاو د افغانستان د غږ پورته کولو لپاره د دغسې پلاټفارمونو جوړیدل ډېر موثره وبلله.
د نظرونو او وړاندیزونو د ارزونې وروسته مولوي مطیع الحق خالص وویل،د اقلیمي بدلون څخه نظامونه نه، بلکې عامه خلک او ملتونه متضرره کیږي او دا یوه بشري موضوع ده، چې له بده مرغه دنیاوالو له سیاست سره تړلې ده.
نوموړي زیاته کړه، په دې کې شک نشته چې د اقلیمي بدلون په برخه کې ډیر کارونه شوي او قابل د قدر دي، په دې برخه کې موږ باید نور مشترک او منسجم اقدامات ترسره کړو، د اوسني عصر د غوښتنو مطابق خپل ظرفیت لوړ کړو، ځکه دا زموږ مشترکې اړتیاوې دي.
ښاغلي خالص وویل، هر فعالیت چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ښه والي لپاره وي، موږ یې بشپړ ملاتړ کوو.
همدارنګه نوموړي د یوناما او کانسا له مسوولینو وغوښتل چې په (COP-30) کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وکړي.

