د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په جلا جلا ناستو کې د اهل تشیع د علماو شورا له دوو تنو غړو او د نیمرزو ولایت له مرستیال والي سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د اهل تشیع د علماو شورا غړو د اسلامي امارت لخوا له راستنېدونکو هېوادوالو سره شوې همکارۍ او مرستې وستایلې او هغه یې بېسارې یادې کړې.
استاد محمد اکبري وویل، چې له راستنېدونکو سره شوې مرستې د لنډ مهال لپاره کافي دي، خو د دایمي مېشتېدو لپاره د استوګنې ښارګوټو او ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه، افغان ولس تر خپل وس او توان پورې له راستنېدونکو سره مرستې کړې دي او علما کرام افغان سوداګر او پانګوال راستنو شویو هېوادوالو ته د کار موندنې او د هغوی د لاس نیوي په موخه هڅوي.
د ناستې پر دوام دوی په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو او د راستنو شویو یو لړ موضوع ګانې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې.
همدارنګه په بله ناسته کې د نیمرزو ولایت مرستیال والي مولوي تورجان احمدي په یاد ولایت کې د راستنو شویو په اړه معلومات او وروستۍ ارزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریکه کړه او وې وویل، چې په نیمروز کې د اسلامي امارت د ادارو لخوا راستنو شویو ته اړین خدمات وړاندې کېږي او په وخت یې ستونزو ته رسېدنه شوې ده.
ښاغلي احمدي، پولې ته څېرمه د ایران په خاوره کې د افغان کډوالو شکایتونه او اندېښنې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې او وړاندیز یې وکړ، چې په نیمرزو کې دې راستنو شویو ته د کار موندنې هڅې وشي او دې برخه ته چمتو شوې څو طرحې یې له نوموړي سره شریکې کړې.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ناستو په لړ کې راغلو ته ښه راغلاست ووایه او له اسلامي نظام سره یې د علماوو او ولس همکارۍ وستایلې.
مولوي عبدالکبیر وویل، چې اسلامي امارت د مسوول حکومت په توګه په کور دننه او د کډوالو په کوربه هېوادونو کې د افغانانو پوښتنه کړې او له هرې ممکنې لارې د راستنېدونکو او افغان کډوالو ستونزو ته رسېدنه کېږي.
نوموړي څرګنده کړه، چې له ایران څخه د راستنو شویو افغانانو د شتمنۍ د حصول پر چارو کار روان دی او وې ویل، چې اسلامي امارت به د راستنو شویو غوښتنو ته رسېدنه وکړي.
همدارنګه مولوي عبدالکبیر په نیمروز ولایت کې د راستنېدونکو هېوادوالو د لړۍ د ښه مدیریت له امله د هغه ولایت د مسوولینو هڅې وستایلې او یادونه یې وکړه، چې شویو وړاندېزونو ته به له ممکنو لارو رسېدنه وشي.

