ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال روزګان ته سفر کړی

کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر د یو لوړ پوړي پلاوي په ملتیا روزګان ته سفر کړی او هلته یې د یوې لویې غونډې پر مهال د دغه ولایت له مسوولینو، دیني عالمانو، قومي مخورو او عامو اوسېدونکو سره لیدنه کړې.

ملا محمد ابراهیم صدر د علماوو، ادارو او د امنیتي او ملکي مسوولینو له هڅو او فعال شتون څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې مسوولین دې د خپل اخلاص، دیني ژمنتیا او د نظام د پرمختګ په نیت خپلې دندې په صادقانه ډول پرمخ یوسي او د لوړ پوړو مسولینو له لوري صادر شوي احکام، هدایات او مصوبات دې په سمه توګه پلي کړي.

نوموړي همداراز له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې ځانګړی منظور شوی یونیفورم منظم وکاروي او د تلاشي په ځایونو کې له عامو اوسېدونکو سره نېک او مسوولانه تعامل وکړي.

په پای کې ځایي مسولینو روزګان ته د لوړ پوړو مسولینو له راتګ هرکلی کړی او دا یې د یاد ولایت د پرمختګ لپاره مهم بللی دی.