د احصایې او معلوماتو ملي اداري مسولينو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
یادو مسولینو د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، تېر کال له ۲.۴ ميليونه ډېرې برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې، چې شاوخوا ۶٠٠ زره يې ښځو ته ورکړل شوې او په دې سره د وېشل شويو پېژندپاڼو ټول شمېر څه باندې ١۶ ميليونو ته رسېدلی.
په همدې ډول نږدي ۱۰۰ زره کسانو ته تر وېش وروسته خدمتونه وړاندې شوي، چې تجديد، د مثنی وركړه، د عمر او نوم اصلاح پکې شامل دي.
مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال د افغانستان د صادراتو ارزښت څه باندې ۱.۷ میلیارده او د وارداتو ارزښت شاوخوا ۱۱.۷ میلیارده ډالرو ته رسیدلی. د صادراتو عمده توکي انځر، پنبه، مميز، انجه او سکاره دي او زیاتره یې پاکستان، هند، ایران، متحده عربي اماراتو او اوزبیکستان هېوادونو ته صادر شوي دي.
د مسولينو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۴ لمريز کال لپاره د هېواد د نفوسو اټکلي شمېر هم وړاندې شوی، چې له مخې یې د افغانستان نفوس ۳۶.۴ میلیونه کسانو ته رسېږي، چې ۵١ سلنه يې نارينه او ۴۹ سلنه يې ښځينه دي.
تېر کال یادې ادارې په بریالیتوب سره پینځه مهمې سروېګانې کړې، چې د لوګر د کليو نوملړ جوړونې، د کجکي بند استملاك شوې ساحې، د کرنيزو ساحو تثبيت، د پنبې تولید او د روغتيا ملي سروېګانې پکې شاملې دي.
دولتي خدمتونو ته د خلکو د اسانه لاسرسي په موخه په کابل، بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار ولايتونو کې د اسان خدمت ۵ نوي مرکزونه جوړ شوي، چې په دې سره د دې مرکزونو ټولیز شمېر ۱۱ ته رسېدلی. دغه مرکزونه د تابعیت پېژندپاڼو او زېږون کارتونو د وېش او نورو اړوند برخو کې خدمتونه وړاندې کوي.
همداراز د نوبت اخیستلو انلاین سیسټم فعال شوی، تر څو له ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ څخه مخنيوی وشي.
د مسولينو په خبره، په وروستي کال کې په کابل، هلمند، کندوز، پروان، نورستان، دایکندي، فاریاب، فراه، خوست او يو شمېر نورو ولايتونو کې د ۳۷ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت ۴۲ و دانیزې پروژې تکمیل او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
دغه راز په کاپیسا، پروان، میدان وردګ، غزني، پکتيا، خوست، تخار، بلخ، دایکندي، روزګان او کونړ ولايتونو کې د نېږدې ۵ ميليونو افغانیو په ارزښت د لمريزې برېښنا سيسټمونه فعال شوي، چې د برېښنا د توليد ټولیز ظرفيت يې ۱۳۲.۷ کیلو واټه دی.
د ۳.۲ ميليونو برېښنايي پېژندپاڼو وېش، د ۵ ميليونه انفرادي فورمو سكن کول، د اسان خدمت مرکزونو پراختیا، تخصصي سروېګانې کول، د نوې احصايې د نوي قانون تدوین، د نفوسو د سرشمېرنې لپاره د مقدماتي تدابيرو نيول او د هویت تثبيت او معلوماتو د تحلیل سیسټمونو پراختیا په ۱۳۴۷ سپوږمیز کال کې د دې ادارې له مهمو لومړيتوبونو څخه ګڼل شوي دي.

