د امارتي شرکتونو لوی ریاست مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د امارتي شرکتونو لوی رییس مولوي احمد جان بلال د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم له مخې تېر کال له یو میلیون جریبه ډېره ځمکه امارتي شرکتونو ته انتقال شوې ده. په پام کې ده، چې شرکتونه به دا ځمکه احيا او د کرنې او سوداګرۍ په موخه وکاروي.
د دې تر څنګ د یو زر او ۵۶ ټنه زیتونو تولید او په ٢ زره او ۵١٣ جريبه ځمکه د مالټو د باغونو جوړول هم د کرنيزو او سوداګريزو فعاليتونو د ودې په برخه کې له مهمو لاسته راوړنو څخه دي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د مالي تمويل لپاره د نړیوال بانک موافقه ترلاسه کول، د ۵٩١.۶ میلیونه ډالرو په ټولیز ارزښت د ۶١٩ میګاواټه برېښنا د توليد قراردادونه لاسليکول، د ٨۵ كيلومتره په اوږدوالي د تورغونډۍ-هرات د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېږد پروژې بشپړول، د شبرغان-دښت الوان پروژې په لومړی او دویمه مرحله کې پرمختګونه او د نغلو، سروبي او ماهيپر د برېښنا توليدي فابريكو له لارې د ۶۶٢.٨ ميليونه كيلوواټه په ساعت برېښنا تولید د تېر کال له نورو مهمو لاسته راوړنو څخه ګڼل شوي دي.
د مسولینو په خبره، د امارتي شرکتونو لوی ریاست تېر کال په بېلابېلو برخو کې ۲۳ قراردادونه او مشاركتي طرحي منظورې کړې دي. په يادو قراردادونو کې د خصوصي پانګونې ټولیز ارزښت شاوخوا ۲۲ میلیارده افغانۍ اټکل کېږي، چې په راتلونکي کې به د امارتي شرکتونو لپاره شاوخوا ۳۲ میلیارده افغانۍ عواید برابر کړي.
سربېره پر دې د لا ډېرې پانګونې د جذب په موخه د پانګونې ۵٠ فرصتونه تشخيص شوي، چې تفصيلي طرحې یې د چمتو کېدو په حال کې دي او ډېر ژر به له خصوصي سکټور سره شريكې شي.
د امارتي شرکتونو مسولینو ویلي، چې له خصوصي شرکتونو او دولتي ادارو سره د نفتي توکو د پلور ۶٣٧ قراردادونه لاسليک شوي. همدارنګه د نفتي تاسيساتو لپاره ۳۸۷ جوازونه صادر شوي او د ۹.۹۹۵ ټنه په ټولیز ظرفیت د نفتي زېرمو د ترمیم ۱۲ پروژې بشپړې شوې دي.
د انرژۍ مرکز تر نوم لاندې د صنعتي کمپلیکس جوړول، د قوشتیپې کانال په لومړي او دويم فاز کې په ترتیب سره ۹۸ او ۹۴ سلنه پرمختګ، د قوشتیپې کانال شاوخوا د زراعتي کمپلیکس لپاره د ۲۰۰ زره هکټاره ځمکې تخصيص، د لاله او بګرامیو په استوګنیزو پروژو کې د ١۶۴ اپارتمانونو پلور، د څه باندې ۷۰ زره ټنه سكرو استخراج او پلور او له خصوصي شرکتونو سره د ۲۱۷ زره ټنه سکرو د پلور قراردادونه کول په تېر کال کې د دې ادارې نورې لاسته راوړنې یادې شوې دي.
مسولینو زیاته کړې، چې تېر کال شاوخوا ۸.۴ میلیارده افغانۍ د دولت حساب ته اضافه شوې، نږدې ۲.۷۷ میلیارده افغانۍ د امارتي شرکتونو مطالبات تصفيه او شاوخوا ۶١١ میلیونه افغانۍ پورونه ورکړل شوي دي.
دغهراز د امارتي شرکتونو تر منځ د همغږۍ پیاوړتيا او د پروژو او طرحو د ښه تطبيق ترڅنګ دغه ریاست د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جذب لپاره اړین شرایط برابر کړي، چې په پايله کې يې څه باندې ۲۰ میلیارده افغانی پانګونه جذب شوې او دا چاره به د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.
همدارنګه د هېواد په کچه د خدماتي شرکتونو عوايد د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زيات شوي. د روشن او افغان بیسیم مخابراتي شركتونو حسابونه تصفيه شوي او د څه باندې ۵ میلیارده افغانیو په ارزښت له ٢۵ زيات نوي قراردادونه هم لاسليک شوي. په جنوبي زون کې څه باندې ۹۰ نوي سايټونه فعال شوي، د ۴۰ سايټونو ظرفيت له 2G څخه 3G او د څه باندې ٣٨٦ نورو ظرفيت بیا له 3G څخه 4G ته لوړ شوی دی.
د مسولینو په وینا، په زابل کې د تورې بند پروژه بشپړه شوې، د ننګرهار د تورخم ښارګوټي اداري کمپلیکس جوړ شوی او د غوري او جبل السراج سمنټو فابريکو کې په ټوليز ډول ۱۹٣ زره او ٩۵١ ټنه سمنټ تولید او پلورل شوي دي.
سربېره پر دې تېر کال د هېواد په کچه د اوبو رسولو شبکې د ۷۰ کيلومتره په اوږدوالي پراخې شوې او د ٣۵ کيلومتره په اوږدوالي د شبکې زړې برخې ترميم او رغول شوي دي. همداراز په ټولیز ډول ۵ میلیونه، ۳۳۹ زره او ۹۲ متره مكعب صحي اوبه مشتركينو ته وېشل شوې، د اوبو د برابرولو لپاره ۱۷ څاهګانې کیندل شوې او د اوبو رسولو ۱۱ پروژې هم طرحه شوې دي.
د دې تر څنګ د خوراکي توکو د تامین په موخه د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ټولیز ارزښت له لوړو زده کړو، عامې روغتیا، کار او ټولنیزو چارو او پوهنې وزارتونو سره تړونونه لاسلیک شوي او د لومړي ځل لپاره په ولايتي کچه د خوړو د زېرمه کولو ګودامونه فعال شوي دي.
۱۳ هېوادونو ته د کامیابو پروازونو ترسره کول، سعودي عربستان ته د څه باندې ٦ زره زایرينو لېږدول، په کابل هوايي ډګر کې د تېلو زېرمو فعالول او له ادارو او مشتريانو څخه د ۸۳۱ میلیونه افغانيو طلباتو ترلاسه کول د تېر کال له نورو لاسته راوړنو څخه ګڼل شوي دي.

