کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر دایکندي ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له ملکي او امنیتي مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دایکندي والي حاجي مولوي نجیبالله رفیع، د ولایت مرستیال مولوي احسانالله رحمتیار، امنیه قوماندان ملا عبدالحکیم رفیعالله او یو شمېر نورو مسوولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مولوي نجیبالله رفیع، د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ويلي، چې په یاد ولایت کې د امنیتي ادارو تر منځ بشپړه همغږي شتون لري او اوسمهال هېڅ ډول امنیتي ګواښ یا ستونزه نه لیدل کېږي.
ملا محمد ابراهیم صدر، د علماوو، ادارو او د امنیتي او ملکي مسوولینو له هڅو او فعال حضور څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې مسوولین دې د خپل اخلاص، د الله تعالی د رضا او د نظام د پرمختګ په نیت خپلې دندې په جدي ډول پرمخ یوسي او د صالحو مراجعو له لوري صادر شوي احکام، هدایات او مصوبات دې په سمه توګه پلي کړي.
نوموړي د وظیفوي تداخل، قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي اړتیا ته په اشاره، ټینګار کړی، چې مسوولیتونه دې وړ او ژمنو کسانو ته وسپارل شي.
د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال همداراز له امنیتي ځواکونو غوښتي، چې منظور شوی یونیفورم منظم وکاروي او د تلاشي په ځایونو (چکپاینټونو) کې له خلکو سره نېک، قانوني او مسوولانه چلند وکړي.

