ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په وروستیو بریدونو کې ۹۲ فلسطینیان شهیدان شوي

د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وروستیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۹۲ فلسطیینان شهیدان شوي. په شهیدانو کې ۴۱ هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو اخیستلو هڅه یې کوله.

سربېره پر دې د غزې روغتیا وزارت ویلي، د اسرائیلي یرغلګرو له لوري د تحمیل شوې لوږې او قحطۍ له امله د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۱۴۷ ته لوړ شوی، چې ۸۸ یې یوازې ماشومان دي.

یاد وزارت زیاته کړې، چې د دوشنبې تر پایه په ۲۴ ساعتونو کې ۱۴ نورو فلسطینیانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی دی.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې (انروا) مشر پرون دوشنبه ویلي، چې په غزه کې مېشت کارکوونکو یې قحطۍ ځپلي فلسطینیان “نه مړه او نه ژوندي – متحرک جسدونه” یاد کړي دي.

فېلېپ لازاريني د فلسطین-اسرائیلو د شخړې په تړاو د ملګرو ملتونو کنفرانس ته ویلي، چې “غوصه او غندل نور بسنه نه کوي.”

نوموړي زیاته کړې: “د اوږدمهاله اوربند، لوږې او قحطۍ د مخنیوي او د بندیانو د خلاصون لپاره باید سملاسي اقدام وشي. کله چې اوربند وشي د انروا لوی کاري ځواک پراخه بشري مرستې چمتو کولای شي.”