ټولګټو وزارت وایي؛ چې د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پیله تر پایه د دې وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۹۳ زره او ۲۹۴ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د حیرتان بندر له لارې ۲۸۶ زره او۱۸۷ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۳۳ زره او ۷۷۲ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۳۶ زره او ۱۰۹ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۳۷ زره او ۲۲۶ ټنه، چې ټولټال ۳۹۳ زره او ۲۹۴ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ د انتقالاتو له ډلې یوه برخه یې صادرات دي، په چنګاښ میاشت کې درې زره او ۱۸۹ صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي،په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداګرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

