ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسلامي امارت سفیر د یورایشیا اووم فضایي کانګریس کې ګډون وکړ

په مسکو کې د اسلامي امارت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن د یورایشیا اووم فضایي کانګریس کې ګډون وکړ.

په روسیه کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې په دغه کانګریس کې د فضایي چارو ستراتېژیک بدلونونه، نوې کړنلارې او د مدیریت اړوند ننګونو په اړه خبرې شوې دي.

یاد سفارت زیاتوي، په دې کانګريس کې د روسیې، بیلاروس، عربي او یوشمېر نورو هېوادونو علمي او سیاسي استازو هم ګډون درلود.