ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې د کمولو لپاره جدي هڅې کوي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په انټر کانټینینټال هوټل کې بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږلو پروسې د پيل په مراسمو کې ګډون وکړ.

ښاغلي برادر بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو د لېږلو پروسه د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه‌والي او بې‌کارۍ کچې په راټیټولو کې موثره بللې او ويلي یې دي، چې اسلامي امارت له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کړې، څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب او له نورو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

نوموړي زیاته کړې، اوسمهال په هېواد کې د بېلابېلو پروژو عملي کارونه روان دي او له نورو هېوادونو سره سوداګري او اقتصادي اړیکو پراختیا موندلې ده او دې ټولو د هېواد د کار په بازار مثبت تاثیر کړی او ډېر کاري فرصتونه یې رامنځته کړي دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، پردې سربېره اسلامي امارت هڅه کوي څو له بېلا بېلو لارو چارو څخه په استفادې په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راکمه کړي، چې یوه لار یې په قانوني توګه بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرانو لېږل دي او له نیکه‌مرغه دا پروسه پيل شوه.

نوموړي زیاته کړې، په بهر کې د کاري فرصتونو رامنځته کول به له کوربه هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته لا ډېره پراختیا ورکړي، اړیکې به نږدې او د افغانستان نړیوال اعتبار به لوړ کړي.

ملا عبدالغني برادر اخوند ويلي، په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کارګرانو کار کول دوی ته دا فرصت ورکوي، چې نوي مهارتونه زده او له نوې ټکنالوژۍ سره بلد شي او هېواد ته له راتګ وروسته یې د هېواد په ګټه وکاروي.

دغه‌راز نوموړي ټولو هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په هېواد کې د بې‌کارۍ کچې د کمولو لپاره جدي هڅې کوي او غواړي هېوادوالو ته هوسا او خوشاله ژوند برابر کړي.

په پای کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مسوولینو مننه کړې، چې قطر ته یې د افغان کارګرانو د قانوني لېږلو زمینه برابره کړې ده.

نوموړي همداراز د یاد وزارت له مسوولینوغوښتي، چې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.ښاغلي برادر له قطر هېواد څخه هم مننه کړې چې په دې برخه کې يې همکاري کړې او افغان کارګران قبلوي.

دغه‌راز نوموړي له نورو هېوادونو څخه هم غوښتي، چې د افغان کارګرانو قانوني منلو ته زمینه برابره او د هغوی له استعداد او مهارتونو څخه ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت او قطر هېواد ترمنځ د ۲۰۰۰ ماهرو او مسلکي افغان کارګرانو د لېږلو هوکړه شوې ده، چې نن ورځ د زمري میاشتې په اوومه نېټه به یې په بېلابېلو ولایتونو کې د نوملیکنې پروسه پيل شي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولینو ویلي، چې پر قطر سربېره له ایران، روسیې، متحده عربي اماراتو، عمان، تاجکستان، ترکیې، اذربایجان، سعودي عربستان او یوشمېر نورو هېوادونو سره هم د افغان کارګرانو د لېږلو په اړه خبرې دوام لري او دا پروسې د نهايي کېدو په حال کې دي.