ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد بهیر پيل شو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت په لومړي ځل بهرنیو هېوادونو ته د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد پروسه پیل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري، د امارتي ادارو مرستیالانو او استازو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحاديې رییس او استازو او په کابل کې مېشتو ډیپلوماتیکو استازو ګډون کړي وو.

ملا عبدالغني برادر اخوند ویلي، بهرنیو هېوادونو ته په قانوني توګه د افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د لېږد پروسې، پيل به وکولی شي چې د هېواد پر اقتصادي وضعیت مثبت اغیز ولري او تر یوه بریده به په هېواد کې د بې‌کارۍ کچه راټیټه کړي.

نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په هېواد کې د بېکارۍ کچې راټیټولو ته ژمن دی او په دې برخه کې له تېرو څلورو کلونو راهیسې هڅه کوي، څو د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جذب، له نورو هېوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا او همداراز د لویو او کوچنیو ملي او بنسټیزو پروژو د پلي کولو له لارې په هېواد کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملاعبدالمنان عمري ویلي، افغان کارګران د اعتبار وړ خلک دي، ډاډمن یم چې په کارګرمنونکو هېوادونو کې به هغوی د کوربه هېواد د قانون او فرهنګ سره سم کار او فعالیت وکړي او زموږ د ټولنې او هېواد به غوره استازولي وکړي.

 نوموړي زیاته زیاته کړې، له قطر شاهي دولت سره د کارګرانو د قانوني اعزام هوکړه یو مهم او اساسي پیل دی، له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، عمان شاهي دولت، ترکیې او روسیې سره هم په ورته هوکړه‌لیکونو مذاکرات دوام لري او هوډمن یو چې په راتلونکي کې یادو هېوادونو ته هم ماهر، نیمه‌ماهر او مسلکي کارګر ولیږو.

 ملا عبدالمنان عمري ویلي، د کار او ټولنیزو چارو وزارت ژمن دی، چې د قانوني کارګرانو له لېږد وروسته د هغوی د خوندیتوب او قانوني حقونو تامین څخه ځان ډاډمن کړي او هڅه کوي، چې نور له هېواد بهر د غیرقانوني کډوالو مخنوی وکړي، ترڅو د افغان کارګرانو، وقار، عزت او کرامت خوندي شي.

دغه‌راز د بهرنیو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ډاکتر محمد نعیم هم په خپله وینا کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکولو سربېره، د یاد ګام اخېستلو سره د قطر له شاهي دولت څخه مننه او ستاینه کړې او یاد هېواد یې د افغانانو تاریخي دوست بللی دی.

د کارموندنې خصوصي شرکتونو د اتحادیې رییس حاجي نورالله فدوي هم ګډونواله ته په خپله وینا کې ویلي، افغانستان با استعداده کاري ځواک لري، چې په کور دننه له ګټې سربېره نور بهرني هېوادونه هم کولی شي، چې په قانوني توګه له دوی څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي په هېواد کې تېره اوږده جګړه، د زېربناوو تخریب، وچکالي او په وروستیو کې له ګاونډیو هېوادونو په جبري او کتلوي توګه د افغانانو را اېستل د بېکارۍ مهم علتونه یاد کړي دي.

هېره دې نه وي؛ چې قطر شاهي هېواد ته د ۲۰۰۰ افغان ماهرو او مسلکي کارګرانو د نوم‌لیکنې پړاو نن په مرکز او د زونونو په کچه په ټول هېواد کې پیل کیږي، چې جزییات یې وړاندې له هېوادوالو سره شریک شوي دي.