ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر کې د اسلامي امارت سفیر د کتارا فرهنګي مرکز له رییس سره لیدنه کړې

قطر کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د کتارا فرهنګي مرکز له عمومي ريیس ډاکتر خالد بن ابراهیم السلیطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او د کتارا فرهنګي مرکز له لارې په نندارتونونو، ورکشاپونو او نورو فرهنګي پروګرامونو کې د افغانستان پر فعال ګډون خبرې شوې دي.

په پای کې دواړو لوریو د ګډ کاري ټیم په جوړېدو هوکړه کړې، ترڅو د فرهنګي همکاریو د پلي کېدو او پراختیا لپاره یو منظم او اغېزمن چوکاټ رامنځته شي.