ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابینې درېیمه غونډه؛ د ځمکې لاندې اوبو په ښه مدیریت او خلکو ته د سالمو اوبو په رسولو خبرې شوې

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د افغانستان اسلامي امارت د کابینې درېیمه غونډه وشوه.

په دې غونډه کې اړوندو ادارو ته لارښوونه شوې، څو د هېواد په ټولو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو ښه مدیریت او د سالمو اوبو برابرولو برخو ته دوامداره پاملرنه او اقدامات وکړي.

دغه راز دې غونډه کې د هېواد په نورو مهمو اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو هم بحث او پرېکړې شوې دي.

د یادونې وړ ده، چې د کابینې یاده غونډه د ګڼو موضوعاتو په اړه له تفصيلي بحث او حل څخه وروسته د خیر په دعا پایته ورسېده.