ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د راستنېدونکو د وضعیت ارزونې په تړاو غونډه وشوه

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمود الحق احدي او د برېتانیا د بشري مرستو رییس الیستر برنیت له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت په تړاو غونډه وکړه.

په دې غونډه کې، چې د کډوالو وزارت یو شمېر رییسانو، امرینو او د بهرنیو چارو وزارت استازي ګډون درلود، د جبري راستنېدونکو د ځان بسیاینې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه خبرې شوې دي.

د پلان او پالیسۍ رییس مولوي احدي ویلي، چې په هېواد کې د سولې په راتګ سره نړیوال سازمانونه د افغانانو د ملاتړ په موخه د هېواد هرې سیمې ته سفر کولای شي.

دواړو لوریو د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث او د همکارۍ پر دوام ټینګار کړی دی.

په دې غونډه کې د راستنېدونکو د بیا مېشتېدنې، کاري فرصتونو، سرپناوو او بېړنیو مرستو په اړه خبرې شوې دي.