د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د ORD موسسې په همکارۍ د روان ۱۴۰۴ کال د اسد په ٦مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو ٣٠م نړیوال کنفرانس(COP-30) په تړاو د رسنیو له مسولینو سره یو ورځنۍ مشورتي غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د ملي او نړیوالو رسنیو استازو ګډون کړی و، چې موخه یې د افغانستان د ناسم چاپېریالي وضعیت او اقلیمي بدلون ستونزې او ناخوالې د رسنیو له لارې تر نړیوالو رسول دي.
په پیل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس په ملي او نړیواله کچه د رسنیو پر اهمیت خبرې کړې او د رسنیو له مسولینو يې غوښتي، تر څو د لسیزو جګړو زیان، چې د افغانستان چاپېریالي وضعیت یې زیانمن کړی، رسنيز کړي او تر نړیوالو یې ورسوي.
نوموړي د رسنیو همکاري ستایلې او ټينګار يې کړی، چې چاپېریالي موضوعات باید سیاسي نه شي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د افغانستان د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا کړې او ویلي یې دي، چې چاپېریالي موضوع له دیني اړخه خورا د اهمیت وړ ده او په شريعت کې د ایمان جز ګڼل شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په تېرو ۴۵ کلنو جګړو کې د افغانستان چاپېریالي وضعیت ډیر زیات زیانمن شوی او ځنګلونه چې په چاپېریال کې اساسي رول لري، ډېری له منځه تللي. د اشغال په دور کې ډول ډول وسلې کارول شوې، حتا د بمونو مور هم کارول شوې، چې له امله يې چاپېریالي وضعیت خراب شوی دی.
په نړیواله کچه هم له صنعتي انقلاب څخه وروسته د پرمختللو هېوادونو د بې رويې فعالیتونو له امله چاپېریال ډېر سخت زیانمن شوی.
د ښاغلي خالص په خبره، د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان چاپېریالي پروژې ځنډول شوې، چې ډير زيان يې ملت ته رسېږي.
نوموړي ټينګار کړی، چې چاپېریال رغونه او ساتنه د ټولو مسولیت دی.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس د رسنیو له مسولینو غوښتي، چې په رضاکاره توګه باید د چاپېریال ساتنې لپاره کار وکړي، د ملت د ستونزو غږ تر نړیوالو ورسوي، چاپېریالي پيغامونه نشر کړي او چاپېریالي مسایل باید د خپل کار برخه وګرځوي.
هغه یو ځل بیا ټینګار کړی، چې چاپیریالي مسایل باید سیاسي نه شي.
د غونډې په لړ کې د چاپېریال ساتنې ادارې مسولینو او ORD موسسې استازي د اقلیمي بدلون غړو هېوادونو او نړیوالو کنفرانسونو (COP) په تړاو او د (COP-30) کنفرانس لپاره د چمتووالي په هکله معلوماتي پرزنټېشنونه وړاندې کړي دي.
په پای کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس یو ځل بیا له رسنیو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون په برخه کې رامنځته شوې ستونزې منعکس او بشپړه پاملرنه ورته وکړي.

