د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال د یو پلاوي په مشرۍ هرات ولایت ته سفر کړی او د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسوولینو سره یې لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د هېواد د فرهنګ او تاریخ په برخه کې د یاد ولایت پر اهمیت خبرې کړي او ویلي یې دي، هرات نه یوازې د افغانستان له لرغونو ولایتونو څخه یو ولایت دی، بلکې د یوه مهم فرهنګي، علمي او هنري مرکز په توګه پېژندل کېږي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه ښار د ډېرو تاریخي اثارو، اسلامي معماري شویو ودانیو او زیارتونو په لرلو سره، د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د جذبولو ستر ظرفیت لري او په دې وروستیو کلونو کې د دوی شمېر ډېر شوی دی.
همدارنګه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست ټولو امرینو او کارمندانو په بېلابېلو برخو کې خپل کاري راپورونه، ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي جمال سره شریک کړي دي.
مولوي قدرت الله جمال د راپورنو له اورېدو وروسته د لزوم دید په اساس د هرات لرغونو اثارو ساتنې او مرمت کولو، د سیاحت صنعت په غوړونې او د فرهنګي پروګرامونو په پیاوړتیا ټینګار کړی او ژمنه یې کړې ده، چې د شته ستونزو له منځه وړلو په موخه به عملي اقدام ترسره شي.
د یادونې وړ ده، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري مرستیال د اطلاعاتو او کلتور ریاست له بېلابېلو څانګو څخه هم لیدنه کړې ده.

