د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
دوی د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې د کرنې پراختیا له صندوق څخه بزګرانو، مالدارانو او خصوصي سکټور ته د مرابحې او مضاربت خدمتونو له لارې ۱.۴ ميليارده افغانۍ برابرې کړې دي.
د دې تر څنګ د کرنيزو فعاليتونو د لا غوړېدو په موخه په ۳۴ ولایتونو کی بزګرانو ته څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، كيمياوي سره او د سبو، زعفرانو، پنبې، هنګ او نورو درمليزو بوټو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
دغهراز څه باندې ۱۵۰ زره بزګرانو د غلو نباتي افاتو، د نويو كرنيزو طريقو او د ماشينرۍ د کارونې په برخه کې مسلکي زدهکړې ترلاسه کړې دي.
د سلګونه شنو خونو او بڼونو پر جوړولو سربېره د مرکز او ولایتونو په څړنېزو فارمونو کې ۴۹۳ څېړنیزې تجربې شوې دي.
مسولینو زیاته کړې، چې د طبيعي سرچينو په برخه کې د ۱.۷ میلیونه هکټاره ځنګلونو، ۳۰ میلیونه هکټاره څړ ځایونو او د بند امير، واخان او ځاځي اريوب ملي پارکونو په ګډون د ۲۳ ساتلو شويو سيمو مدیریت او ساتنه شوې ده.
سربېره پر دې څه باندې ۲۵۰ زره نيالګي توليد شوي او د هېواد په کچه د نیالګیو کېنولو د کمپاینونو له لارې څه باندې ۱۰۰ ميليونه نيالګي او قلمې اېښودل شوي دي.
د کرنې وزارت د مسولینو په خبره، تېر کال نږدې ۱.۷ ميليونه جريبه امارتي ځمکه د ځمکې په بانک کې ثبت شوې او څه باندې ۹ ميليونه جريبه ځمكه (امارتي، څړځايونه او تر اجارې لاندې ځمکې) د GPS ټکنالوژۍ او GIS سافټویر په مرسته سروې شوې ده. همدارنګه څه باندې ۱۳۰ زره جريبه ځمكه وزارتونو او دولتي ادارو ته لېږدول شوې ده.
د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت د رهبرۍ د لارښونې له مخې په ۲۹ ولایتونو کې څه باندې ۸۴ زره هکټاره ځمکه د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره تثبیت شوې او د انتقال بهير يې هم روان دی.
دغه راز د پانګونې د جذب په موخه ۲۳۵ پانګوالو ته د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو د پانګونې زمینه برابره شوې. د ۱۱۸ ملي او نړيوالو بنسټونو له لوري شاوخوا ۱۹۲ میلیونه ډالر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ په پروژو کې لګول شوي دي.
کرنې وزارت د حيواناتو د نسل اصلاح، لبنیاتو د توليد، د چرګانو، وزو، غواګانو او کبانو د روزنې فارمونو د ترویج لپاره پراخ پروګرامونه پلي کړي. څه باندې ۳۰۰ زره غواګانې د مصنوعي القاح له لارې اصلاح او ۳۲۰ زره ډوزه منجمد سپرم تولید شوی. په همدې ډول څه باندې ١٦ ميليونه حيوانات واكسين او ۱۰ میلیونه نور تداوي شوي دي.
د کرنې وزارت مسولینو ویلي، چې په بېلابېلو ولايتونو کې د شیدو راټولولو لسګونه مرکزونه، سلګونه حيواني كلينيكونه، د کبانو روزنې فارمونه او د لبنياتو د تولید مرکزونه تجهيز او فعال شوي او دې چارې د حيواني توليداتو معياري کېدو او د مالدارانو د عوايدو زياتېدو ته زمینه برابره کړې ده.
د مسولینو په وینا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۲ ولایتونو کې د اوبو لګولو پروژو په تطبیق سره زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه کړې او تر ځمکه لاندې اوبو د تغذیې په موخه په ۱۰ ولایتونو کې ۱۳۸ چکډیمونه جوړ شوي دي.
د سړو خونو جوړول او بيا رغونه، د څېړنيزو فارمونو تجهيز، د نمايشي قطعاتو جوړول، د اصلاح شويو تخمونو لپاره د سرتیفیکټونو وېش او په څه باندې ۱۱۷ زره هکټاره ځمکه کې د نباتي افتونو کنټرول د یاد وزارت له نورو مهمو پروژو څخه ګڼل شوي دي.

