ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال بامیانو ته سفر وکړ

د کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د امنیتي چارو ستر مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ بامیان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې له ملکي او نظامي مسوولینو، دیني عالمانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره لیدنې او خبرې وکړې.

د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي د امنیتي چارو ستر مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د دوی له صادقانه هلو ځلو، فداکارۍ او د اشغالګرو پر وړاندې له جهادي مبارزو مننه وکړه.

نوموړي زیاته کړه، چې د هېواد د ازادۍ او بریا شرف د هماغو مخلصو مجاهدینو د نه ستړې کېدونکو مبارزو پایله ده.

مولوي عبدالله سرحدي په خپلو خبرو کې د ولایت د امنیتي وضعیت ترڅنګ د قومي، مذهبي او ژبنیو تعصبونو د له منځه تلو په اړه وویل: ” بامیان یو بشپړ امن ولایت دی، چې پکې د قوم، مذهب یا ژبې پر بنسټ هېڅ ډول توپیر یا تعصب نه لیدل کېږي او د دې ولایت خلک د ورورولۍ، یووالي او سولې په فضا کې ژوند کوي.”

دغه‌راز ملا محمد ابراهیم صدر د سیمه‌ییزو مسوولینو، علماوو او خلکو د تود هرکلي مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ټول هېواد امنیت ټینګول او د اسلامي شریعت د احکامو پلي کول د مجاهدینو د مبارزې اساسي موخې وې، چې د الله تعالی په فضل سره ترلاسه شوې دي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې مسوولین باید په ټولو سطحو کې د خپلو شرعي او قانوني دندو په چوکاټ کې، د پاک نیت او صادقانه چلند له مخې، د ولس خدمت ته ژمن وي.

همدارنګه ښاغلي صدر مسوولینو ته اړینې سپارښتنې وکړې او د نیت اصلاح، موثره همغږي، د مسوولیت احساس پیاوړی کول، د لارښوونو دقیق تطبیق او د ولس او حکومت ترمنځ د نږدېوالي لپاره لا ډېرې هڅې یې اړینې وبللې.