د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما په غزه کې د لوږې له امله د بېګناه ملکي وګړو د مړینې د مخنیوي لپاره د سملاسي اقدام غوښتنه کړې ده.
نوموړي پر خپله ایکس پاڼه غزې ته د مرستو رسولو پر اړتیا ټینګار کړی او لیکلي یې دي: “له خوړو او اوبو د ملکي وګړو محرومول هېڅ ډول توجیه نه لري.”
اسرائیلي یرغلګرو له اوږدې مودې راهیسې غزه کلابنده کړې او فلسطینیان یې له سخت بشري ناورین سره مخ کړي دي.
د غزې له دوو میلیونو ډېر خلک له څو میاشتو راهیسې خوړو، پاکو اوبو او لومړنیو درملو ته لاسرسی نه لري. پولې بندې دي، د صهیونیستي رژیم بمبارۍ روانې دي او د بشري مرستو د مرکزونو په شمول هره ورځ لسګونه قحطۍ ځپلي فلسطینیان شهیدان کېږي.
د اسرائیلي یرغلګرو د کلابندۍ پر وړاندې نړیوال فشار او غبرګونونه مخ پر زیاتېدو دي.
له دې وړاندې د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د اسرائیلو له لوري د غزې کلابندي “له انسانیت او اخلاقو ښکاره سرغړونه” بللې وه.
برېتانیا، المان او فرانسې هم د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه تړانګه کې د سملاسي اوربند او د بشري ناورین د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.
د روغتيا نړيوالې ادارې خبرداری ورکړی، چې په غزه کې خوراځواکي “خطرناکې کچې” ته رسېدلې ده.
د دې تر څنګ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) پرون یکشنبه ویلي، چې په غزه کې له هرو درېیو کسانو یو یې څو ورځې بې له خوړو تېروي او نږدې ۵۰۰ زره فلسطینیان د قحطۍ په څېر شرایطو څخه رنځېږي.
یاد سازمان تېره اونۍ هم خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې له ۲۰ سلنه ډېرې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د دوو ماشومانو په شمول شپږو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی. په دې سره د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې د لوږې او خوارځواکۍ له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۱۳۳ ته لوړ شوی دی.

