د امربالمعروف،نهي عن المنکر او شکایتونواوریدلو وزارت وایي، چې د کاپیسا ولایت تګاب ولسوالۍ محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي
او ټولنیز مسوولیت له مخې، د ځینو امارتي ادارو، دیني عالمانو او قومي مخورو په منځګړیتوب د دوو کورنیو تر منځ د قتل پر سر
راپورته شوې اوږد مهاله دښمني پر دوستۍ بدله کړه.
د دې ولسوالۍ محتسبینو، دیني عالمانو او قومي مخورو د اسلام په مبارک دین کې د یووالي پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل،
چې د اسلام مبارک دین موږ ته له ټولو قومي او ژبني تعصباتو لرې د ورورولۍ په فضا کې د ژوند کولو امر کړی دی.
بلخوا د پېښې ښکېلو اړخونو پر دې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.

