د الجزیرې د راپور له مخې، اسرائیلي یرغلګرو پر تکتیکي ځنډ سربېره په وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان شهیدان کړي دي.
صهیونیستي پوځ پرون یکشنبه اعلان کړی، چې د غزې په المواصي، دیرالبلاح او غزه ښار کې د بشرپاله موخو لپاره موقتي په ورځني ډول ۱۰ ساعته پوځي عملیات دروي.
د راپورونو له مخې، له دې اعلان څو ساعته وروسته په لومړۍ ورځ د اسرائیلي یرغلګرو هوايي بریدونه بېرته پیل شول.
د الجزیرې خبریال ویلي: “په غزه ښار کې هوايي برید وشو او دا یو له خوندي اعلان شویو او هغو سیمو څخه ده، چې اسرائیلي یرغلګرو د پوځي عملیاتو ځنډول پکې اعلان کړي وو.”
د غزې اوسېدونکي له سخت بشري ناورین او پراخه لوږې سره لاس او ګرېوان دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې د دوو ماشومانو په شمول شپږو نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی. په قربانیانو کې د زینب بن حلیب په نوم پینځه میاشتنۍ ماشومه هم وه، چې په ناصر روغتون کې د خوارځواکۍ له امله مړه شوې ده.
د ۲۰۲۳ د اکتوبر له میاشتې راهیسې یوازې د لوږې او خوارځواکۍ له امله ۱۳۳ فلسطینیانو ژوند بایللی.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) پرون یکشنبه ویلي، چې په غزه کې له هرو درېیو کسانو یو یې څو ورځې بې له خوړو تېروي او نږدې ۵۰۰ زره فلسطینیان د قحطۍ په څېر شرایطو څخه رنځېږي.
یاد سازمان تېره اونۍ هم خبرداری ورکړی و، چې په غزه کې له ۲۰ سلنه ډېرې امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

