د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي له ډاکټر جعفر مهدوي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ډاکټر جعفر مهدوي د اجتماعي مسایلو په اړه د خبرو پر مهال د سرتاسري امنیت پر ټینګښت خوښي څرګنده کړې او په هېواد کې یې د ثبات او ارامۍ د پیاوړتیا لپاره له اسلامي امارت سره د هېوادوالو همکاري مهمه بللې ده.
ښاغلي مهدوي ویلي، له ګاونډیو هېوادونو څخه زموږ د وطنوالو د پراخ راستنېدو باوجود اسلامي امارت توانېدلی یاده موضوع ښه مدیریت کړي، چې دا کار د افغانانو پر وړاندې د اسلامي امارت د مسوولینو وړتیا او زړه سوی ښیي.
مولوي عبدالسلام حنفي داکتر جعفر مهدوي او ملګرو ته یې د ښه راغلاست پر مهال ویلي، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د ټولو افغانانو په خدمت کې دی.
نوموړي زیاته کړې، سره له دې چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زیات شمېر زموږ وطنوال هېواد ته را ستنېږي، اسلامي امارت په خپل ټول توان د دوی خدمت کوي، ترڅو ورته د اشتغال او کارموندنې زمینه برابره کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، هر راستنېدونکی هېوادوال ډېرې وړتیاوې او ظرفیتونه لري چې باید د دوی له وړتیاوو څخه د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره ګټه واخیستل شي.

