ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ایران له سفیر سره د کار او ټولنیزو چارو د وزیر لیدنه؛ د افغان کډوالو په تړاو خبرې شوې دي

د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره وکتل.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړې توګه د افغان کډوالو په تړاو خبرې شوې دي.

په پیل کې ملا عبدالمنان عمري ویلي، اړینه ده چې د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته په ګډه رسېدنه وشي، ترڅو پخپله خوښه هېواد ته راستانه او د راتګ په وخت کې اړینې اسانتیاوې ورته برابرې شي.

نوموړي زیاته کړې، موږ لېواله یو چې د کار بازار مطالعې په برخو کې د یو بل له تجربو ګټه واخلو او ایران ته د افغان ماهرو کارګرو د لېږد پر څرنګوالي له ایراني لوري سره مفصلي خبرې ولرو، ترڅو هوکړې ته ورسیږو.

د افغانستان لپاره د ایران سفیر ویلي، چې په ایران کې د ناقانونه افغان کډوالو موجودیت د ایران د کار بازار مختل کړی، ژمن یو چې افغانستان ته یې په غوره او بهتر لېږد کې اړینې اسانتیاوې برابرې کړو.

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلې ته لېواله یو او غوره بولو، چې افغان ماهر ځواک ته پخپل کاري بازار کې او همدارنګه ایراني ماهرو کارګرو ته د افغانستان په کار بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.

په پای کې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې په دې تړاو به ناستې پر راتلونکي کې دوام ومومي، تر څو ګډې هوکړې ته ورسېږو او په همدې موخه د ایران سفیر د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري ته بلنه ورکړې، چې په دې او اړوند نورو موضوعاتو د بحث او هوکړې لپاره تهران ته سفر وکړي.