د زابل ښاروالۍ له لوري ولس ته د دولتي ریاستونو د حساب ورکولو غونډه ترسره شوې؛ چې د ولایت مسولینو ترڅنګ اطلاعاتواو کلتور، عامې روغتیا، اقتصاد، چاپیریال ساتنې، ښارجوړونې، مخابراتو، پوهنتون، پوهنې، ښاروالۍ ریاستونو او دغه راز د کانونو برېښنا امریتونو ټرانسپورت مدیریت او سوداګرۍ خونې پکې برخه درلوده، چې د خپلو کړنو لاسته راوړنو او راتلوونکو پلانونو په هکله یې ولس ته مالومات ورکړي.
دې غونډې ته د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس ویلي؛ چې د اسلامي امارت مسولین د ولس خدمتګاران دي او همدارنګه د دوی اړتیاوو پوره کولو او کاري زمینې برابرولو لپاره هڅه کوي.
ښاغلي حماس زیاته کړې؛ د دې غونډې هدف ولس ته د حساب ورکول دي.
نوموړي ویلي؛ دا اصل به په راتلوونکې کې هم پلی کیږي، تر څو ولس ته په حساب ورکولو سره ډاډ ورکړو او په وینا یې دا هرڅه د ولس لپاره دي.

