ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د چاپېریال ساتنې ملي اداره: د هوا د ککړتیا مخنیوي په موخه ۲۳ زره فعالیتونه ارزول شوي

د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د تېر یوه کال کړنې او لاسته‌راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

یادو مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې تېر کال یې د هوا د ککړتیا مخنیوي په موخه د ۲۳ زره فعالیتونو ارزونه کړې ده.

دغه‌راز د هوا د ککړتیا مخنیوي قانون د وروستي کولو ترڅنګ د هوا د ککړتیا مخنیوي پلان یې هم وروستی کړی او د منظورۍ په موخه یې د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته سپارلی دی.

د دې تر څنګ له غیرې امارتي موسسو سره د ۵۴۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

مسولینو زیاته کړې، په ١۴۴۶ سپوږمیز کال کې د چاپېريالي او ټولنيزو اغېزو له اړخه ١۶۵٠ پروژې ارزول شوې، چې له جملې یې ۱۱۴۸ سترې پروژې تخصصي کمېټې تایید کړې او د هغوی اړوند چاپېريالي جوازونه صادر شوي دي. همدارنګه د چاپېريالي معيارونو د تحقق لپاره ۹ تخصصي لارښودونه ترتيب او نافذ شوي دي.

سربېره پر دې د اقليمي بدلون د ملي ستراتېژۍ او د ملي مشاركت (NDC) د سندونو بیا کتنه بشپړه شوې او د لومړي ځل لپاره د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د اقليم بدلون په نړیوال کنفرانس (COP29) کې، چې په اذربایجان کې جوړ شوی و، ګډون کړی دی.

د مسولینو په وینا، د اقليمي بدلون په برخه کې درې مهمې نړيوالې پروژې د (GEF) (UNDP) او (UNIDO) بنسټونو لخوا تايید شوې. له کوچنیو پروژو څخه د ملاتړ نړیوال پروګرام (SGP) هم بېرته پیل شوی، چې په چوکاټ کې یې ګڼې چاپېريالي پروژې عملي كېږي.

د چاپېریال ساتنې ادارې د مسولینو په خبره، د واخان، کندوز، درقد او نورستان په خوندي سيمو كې تخنيكي سروې شوې او څه باندې ۱۵ زره حيوانات او مرغان د ښكاريانو له منګولو تر ژغورلو وروسته بېرته طبیعیت ته ازاد شوي دي. همدارنګه له نړيوالو کنوانسیونونو سره سم د وحشي ژویو نړیوالی سوداګرۍ لپاره ١۶۶ جوازونه صادر شوي او د ښكاري وسلو د وارداتو مخنيوي په برخه کې موثر اقدامات شوي دي.

د عامه پوهاوي د لوړېدو په برخه کې د علماوو، قومي مشرانو، ښوونځيو او علمي بنسټونو په همکارۍ د عامه پوهاوي ١٦١٣ پروګرامونه او کمپاینونه شوي، چې شاوخوا ۲۰۰ زره کسان یې په مستقيم او نږدې ۱۷ ميليونه نور یې په غيرې مستقیم ډول تر پوښښ لاندې راغلي.

په تېر يوه کال کې د اقليمي بدلون، نړيوالو همکاريو، قوانينو جوړولو، چاپېريال ساتنې، عامه پوهاوي او طبيعي ميراثونو د خوندیتوب په برخه کې د پام وړ فعالیتونه شوي دي.

کاپ – ۳۰ نړیوال کنفرانس ته چمتووالی، په ۱۲ ولایتونو کې له اقليمي بدلون سره د سازګارۍ د پروګرامونو عملي کول، د چاپېريالي پاليسيو ترتيب او تطبيق، له اړوندو بنسټونو سره د همکاریو پراختیا او د پوهاوي ورکولو د فعاليتونو دوام په روان کال کې د یادې ادارې له کاري لومړيتوبونو څخه ګڼل شوي دي.