ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عرفات جمال: ډېر ژر به د افغان کډوالو په اړه درې ‌اړخیزه ناسته په کابل کې جوړه شي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د کمیشنرۍ له استازی عرفات جمال سره لیدنه کړې.

د لیدنې په پیل کې ښاغلي عرفات جمال افغانستان ته د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنر وروستی سفر مهم او ګټور یاد کړی او ویلي یې دي، چې ملګري ملتونه د افغان کډوالو او راستنېدونکو لپاره د اړتیا وړ مالي سرچینو د جلب لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، ایراني چارواکو د افغان کډوالو په تړاو د درې اړخېزه تخنیکي ناستې لپاره چمتووالي څرګند کړی او ژر به یاده ناسته د اسلامي امارت، ایران او یونیسیار د استازو په ګډون په کابل کې ترسره شي.

ښاغلي جمال ویلي، چې په درې اړخېزه تخنیکي ناسته کې به د راستنېدونکو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو پر ستونزو مفصل بحثونه وشي او مثبتې پایلې ته به ورسیږي.

همدارنګه نوموړي یادونه کړې، چې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په موخه به د څو اړخیزو ناستو لړۍ دوام ولري او په نږدې راتلونکې کې به د قطر په پلازمېنه کې د افغانستان په ګډون، له نړیوالو مرستندویو ادارو سره د مالي امکاناتو د تر لاسه کولو لپاره څو اړخیزه ناسته ترسره شي.

مولوي عبدالکبیر ښاغلي عرفات جمال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له افغان راستنېدونکو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو له امله مننه کړې ده.

نوموړي په ایران کې د کډوالو او افغان راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې درې اړخېزه ناسته مهمه یاده کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت له وړاندې یادې ناستې ته چمتو و.

مولوي عبدالکبیر د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د نړیوالو همکارۍ اړینې بللې او زیاته کړې یې ده، چې اسلامي امارت خپل امکانات له افغان راستنېدونکو او کډوالو څخه نه سپموي.

همدارنګه د لیدنې په پای کې د درې اړخېزه ناستې د اجندا، ګډونوالو د شمېر او ځینو نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم سلا مشورې شوې دي.